برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فراه ځوانان د سولي له خیمي څخه: امریکایان دي د افغانستان څخه ووځي

دا چې زموږ وطن له کلونو راهیسي له ناخوالو ځوریږي او د غمونو ګراف یې هره ورځ تازه تازه ریکارډونه ماتوي یوه ښکاره او روښانه خبره ده، او دا چې دلته په وطن کې غربي ښکیلاک روان دی او آزادي په بشپړه توګه له افغان ولسه برمته شوي نو دا دویم ستر حقیقت دی او لکه لمر داسي روښانه دی. او دا چې افغان دولت په یوه دومره کمزوري حالت کې واقع دی چې نه ځان د غربي ښکیلاک له دامه ایستلای شي، نه د اداري، رسنیز او ټولنیز فساد مخه ډبولای سي، نه په ریښتیي توګه د چا سره د سولي ژغ پورته کولاي شي او نه هغه لاره چې د ولس خوښه ده وړلاسي نو دا هم واړه او زاړه ته څرګنده ده.



له څه مودي وړاندي د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سولي په پار عام ولس خیمي پورته کړي او بیلابیلي هیڅي يې پيل کړي چې پيلامه یې د هلمند ولایت څخه وه او بیا ننګرهار، قندوز، فراه او نورو ولایتونو ته یې لمنه اوږده سوه، خو دا چې نورو ولایتونو به څنګه دا هڅه پيل کړي وي په دي یوازي دومره پوهیږو چې له فیسبوک نه مو لیدلي او اوریدلي دي، او دا چې د سولي خیمي یوه سیستماتیک او پلان شده ګام نه وو نو هر ولایت کې ځوانانو خپل د فکر او سوچ سره سم یوه هڅه پيل کړه.
اوس راځو دي خبري ته چې د ځینو سیمو ځوانانو خپلو خیمو ته د (پرلت) نوم ورکړ ځینو (تحصن) ورته وویل ځینو (د سولي خیمي) وبللي او بیلابیل تعبیرونه وشول، خو د فراه ځوانانو له لمړۍ ورځي په خورا ژور احساس او اخلاص دا هڅه د الله ج د رضا لپاره په وطن کې د ريښتيني سولي او ټيکاو په موخه را پيل کړه او خپلي خیمي ته یې ( سولي خیمه ) وویل.
د فراه ځوانانو له لمړۍ ورځي وویل چې دا خیمه د ملت او ولس ژغ دی او په دي کې د هیڅ ګوند او قوم شخصي ګټه د منلو نه ده، دلته د جنګ ټولي لوري پرته له کوم توپيره مخاطبیږي، هغه که آمریکا ده، که دولت دی او که طالبان دي.
د فراه د سولي خيمه په دي مانا ده چې موږ په دي ولایت کې د هر یوه فیر (ټک) سره چې له هري خوا کيږي سخت مخالف یو، د اوس لپاره موږ ته لمړيتوب دادی چې دواړه لوري اوربند وکړي، نور دولت د خلکو کورونه په بندروزرانو خراب نه کړي، ړندي بمبارۍ ونه کړي او د خلکو په کورونو باندي ظالمانه چاپي ونه وهي، نور آمریکا د مدرسو، مکتوبونو، او مسجدونو له بمباره او ورانۍ لاس واخلي، نور طالبان دولت پر پوستو بریدونه ونه کړي او یوه بشپړ اوربند ته غاړه سره کښيږدي. د سولي د خیمي دا هیلي له طالبانو وړاندي دولت هله ماتي کړي چې د بالابلوک په ولسوالۍ کې یې عملیات پیل کړل او د زرګونه خلک یې د خپلو کښتونو د پيداوار ټولو په وخت کې له کورونو وایستل.

خو په دي ورستیو کې بیا د آمریکا یوه چارواکي دا سي څرګندوني وکړي چې له خبرو یې له ورایه داسي ښکاریده چې ګویا دا د سولي خيمي ددوي په غوښتنه جوړي شوي او دا ددوي فرمان وو!!
د همدي ستر دروغ په ځواب کې د فراه ولایت ځوانانو خپل احساس داسي څرګند کړ او په پښتو، دري او انګلیسي ژبو یې د خپلي خیمي پر څنډو داسي تازه شعارونه ولیکل:
America! You are Lying!! Peace Tents are not Only Against Taliban, before that, they are against You!
آمریکا ته دروغجنه یې!! د سولي خيمي یوازي د طالبانو په وړاندي نه دي، له هغوي وړاندي ستا په وړاندي دي!!
یا دا شعار: موږ د علماء سره یو! نه ستا سره!! لاړه شه آمریکا لاړه شه!!
(یوازي علماء زموږ د وطن ستونزه تشخیص کړه، لاړه شه آمریکا لاړه شه))!
(موږ د علماء سره یو نه ستا سره) – لاړه شه آمریکا لاړه شه!! او دي ته ورته په فارسی او انګلیسی ژبو.
او ددي سره سره ځوانانو په خواله رسنیو کې د علماء د پنځه سوه کسيزي ستري غونډي د هغه پریکړه لیک ملاتړ اعلان کړ چې په پکي غوښتل شوي وو چې آمریکا دي له قیده او شرط پرته له افغانستان ووځي، او د همدي هڅي په ملاتړ فراهي ځوانانو د (#Go_America_Go) هشتگ په خواله رسنیو کې شریک کړ او آمریکا په وړاندي یې خپله لاره څرګنده کړه.
موږ خپل افغان ولس ته په خطاب کې وایو!
د امریکايي چارواکي دا څرګندوني چي گویا د (سولي خیمي) ددوي په لمسون جوړي شوي یوه داسي ادعاء ده چې طالبانو هم کولای شول چې ګویا د سولي خيمي په دولت او آمریکا باندي د فشار لپاره دي او غواړي امریکا د طالبانو سره د ریښتیني سولي منلو ته اړ کړي، خو طالبانو شاید ددي لپاره دا ادعاء نه کول چې د سولي خیمي ګډونوال د امریکایې وحشت تر خطرلاندي نه سي او کومه ستونزه ورته جوړه نه کړي! نو اوس چې آمریکایی کافر له وخته په ګټه اخیستني دغسي غیرمسئولانه څرګندوني کړي نو ولس دي په خپل اولاد لمړی ګمان نه غلطوي، بلکي له نږدي دي د سولي خيمي له ځوانانو وپوښتي چې د امریکا اهدافو ته څومره اهمیت ورکوي!! لمړی دي د خپلو ځوانانو په زړونو کې د امریکا د نفرت ګراف وګوري او بیا دي ګمان بد کړي.
بله خبره دا چې کیدی شي په یو شمیر ولایتونو کې د لمړۍ اقدام په اندازه اخلاص نه وي او ځینو دولتي کړیو او یا حزبونو رنګ پکي راوړي وي او د سولي په خیمو يې اثر پریوتی وي او یا د سولي د خیمي اصلي اهدافو ته ژمن نه وي. خو ټوله او په ځانګړي ډول زموږ د فراه ولایت (د سولي خیمه) داسي نه ده. کم له کمه خپل د خيمي ډاډ ټول ولس ته ورکوو چې دا نه د دولت خیمه ده او نه دطالب او نه هم د افغان ولسونو قاتل (آمریکا)! دا یوازي ددي ولس ږغ دی.
دا د سرلوڅو یتیمانو ږغ دی!
دا د ببرسرو صغیرانو ږغ دی!
دا د پاي لُڅو کونډیانو ږغ دی!
دا د بورو میندو ږغ دی!
د تور سرو خویندو ږغ دی!
او بله خبره دا چې دا حرکت یوازي د هغه کسانو لخوا هم نه دی چې ځانونه مدني فعالان بولي او په معاصرو اصطلاحاتو پوري نښي دي بلکه دلته د صداقت او ریښتین ولۍ نښاني له ورایه ښکاري. او للهیت خو یې هلته لا ډير په ډاګه کيږي چې د خپلو علماءُ د صادري کړي قطعنامي بشپړ ملاتړ یې وکړ او سمدلاسه يې د هغوي خبره راواخیستل چې (لاړه شه آمریکا لاړه شه!) نو ددي خيمي د ګډون والو هيله له ټول ولس او بیا په ځانګړي توګه له هغو لیکوالانو چې د خيمي او سوليزو هڅو په وړاندي لیکني کوي چې د خداي پخاطر دومره بدګماني ترکومه؟
کیدی شي چې یوه لیکوال ته به نږدي کومه خیمه کې کومه ستونزه وي خو دا په دي مانا نه ده چې ټول افغانستان همدغه ستونزه لري. د سولي ږغ ته په نفرت کتل د الله ج په وړاندي ځواب غواړي.
او ورستۍ خبره دا چې دا هڅه د منظور پښتین پرلت پوري هیڅ تړاو نه لري او یوه بشپړه بیله موضوع تعقیبوي.
نور مو په الله سپارو
و من الله التوفیق
د فراه ولایت د سولي له خیمي څخه د ځوانانو ږغ!

شریک یي کړئ!