برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غزني ولایت مشرانو له جمهور رئیس سره په کتنه کې پر یووالي او سوله ییز ژوند ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د غزني ولایت یو شمېر مشرانو، متنفذینو او د مدني ټولنې استازو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.


په دغه کتنه کې حاجي نورمحمد، معلم محمدهاشم، حاجي عبدالاحد او ډاکټر عمر عیان د غزني ولایت مشرانو، ځوانانو او مدني ټولنې د غړو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی د قانون د حاکمیت، د اوبو د عادلانه وېش، د غیر مسوول وسله والو افرادو د پېژندنې او نیولو، د غزني ولایت په کچه په ملکي او نظامي رهبرۍ کې د بدلون، د امنیت د تامین، د پوهنې وضعیت د ښه والي، متوازن انکشاف، د روغتونونو د ودانیو جوړولو، د کدرونو د جذب او د غزني د وروستۍ قضیې د عاملینو د تعقیب په اړه جمهور رئیس سره خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

ویناوالو د حکومت د برنامو د ملاتړ تر څنګ په ټینګار وویل، د نظام ترڅنګ یوو او د حکومت د رغنده پلانونو هر اړخیز ملاتړ کوو. هغوی افغانستان د ټولو افغانانو ګډکور وباله او د وروڼو قومونو ترمنځ یې پر یووالي، همدلي او سوله ییز ژوند ټینګار وکړ.

د جمهور رئیس سلاکار اسدالله وفا د غزني ولایت د قضیې د ارزونې لپاره د موظف پلاوي کړنې او موندنې له جمهور رئیس سره شریکې کړې او د یادې ستونزې په حل کې یې د خلکو د همکارۍ قدرداني وکړه.

د هېواد جمهور رئیس د غزني د مشرانو د خبرو له اورېدو وروسته هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، مننه چې په غزني کې مو د ستونزې د زیاتېدو مخه ونیوه او زما ټلیفوني تماس ته مو مثبت ځواب ووایه.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، ستاسو د هر یو په څرګندونو کې وروري، همدلي او یووالی نغښتی وو او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.

جمهور رئیس د غزني ولایت د اړوندې قضیې د ارزونې لپاره د موظف پلاوي د کوښښونو قدرداني هم وکړه.

جمهور رئیس کلیو پراختیا او کرنې وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د اوبو د وېش عادلانه طرحه ترتیب او د عملي کېدو لپاره یې اقدامات وکړي او د غزني خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به دا ستونزه په اساسي توګه حل شي.

د هېواد جمهور رئیس د غزني له مشرانو وغوښتل چې د غزني د ستونزو د اساسي حل لپاره د یاد ولایت د بېلابېلو اقشارو نظریات د پیشنهادي طرحې په توګه ترتیب او جمهوري ریاست ته وسپاري.

جمهور رئیس مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په غزني ولایت کې دې سیمه ییز پولیس په هر اړخیزه توګه وارزول شي او هر یو دې تشخیص شي. هغه ټینګار وکړ که له دولتي امکاناتو ناسمه ګټه اخیستنه ثابته شوه، نو له عاملینو سره قانوني چلند وشي. هغه څرګنده کړه، غیر مسوول وسله وال افراد د منلو وړ نه دي او په هره کچه چې وي تشخیص او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، د غزني ولایت د وروستۍ قضیې عاملین باید په دقیق ډول وپېژندل شي، عدلي اوقضایي ارګانونو ته دې وسپارل شي چې عدالت تامین شي.

جمهور رئیس د غزني مشرانو ته وویل، د غزني محلي اداره کې د بدلون په اړه مې ستاسو پیغام واخیست، فرصت راکړئ چې په مناسب فرصت کې اساسي اقدامات وشي. هغه زیاته کړه، د غزني ولایت په ګډون ټولې ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له لوري ارزول کېږي.

جمهور رئیس مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په غزني ولایت کې د انکشافي پروژو د عادلانه وېش څرنګوالی وارزوي او که پروژې عادلانه نه وي وېشل شوې د کال په وسط کې به په بودجه کې تخصیص په پام کې ورته ونیول شي.

جمهور رئیس د غزني ولایت د ځوانو کدرونو د جذب په اړه د یاد ولایت مشرانو څخه وغوښتل چې په دې اړه لازم وړاندیزونه ترتیب او وړاندې کړي.

هغه څرګنده کړه، غزنی پرېمانه معنوي او بالقوه پانګې لري چې د دې ولایت معنوي ویاړونه د ټول افغانستان دي او د غزني د پرمختګ لپاره باید مشرکت لید ولرو.

شریک یي کړئ!