برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ جوزا , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د غبرګولي پر لومړۍ د حکومت دمودی پای ته رسیدل

آریانانیوز: د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو پرون په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د غبرګولي پر لومړۍ نېټه د ولسمشر د کار پای غوښتنه وکړه.



دوی وویل، د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د کار موده د غبرګولي پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او په وینا یې باید ځای‌ناستی حکومت جوړ شي.
د ولسمشرۍ یوه نوماند محمدحنیف اتمر د ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې پر بیا بیا شاته لوېدو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، که ولسمشر محمداشرف غني د اساسي قانون له مخې د غبرګولي پر لومړۍ نېټه دنده خوشې نه‌کړي، هېواد به له سیاسي کړکېچ سره مخ شي.
د ولسمشرۍ یوه بل نوماند احمدولي مسعود هم وویل چې د غبرګولي پر لومړۍ د چهارشنبې په ورځ د ملي یووالي حکومت عمر پای ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، حکومت نه‌شي کولای چې له یادې نېټې وروسته په یواړخیزه توګه د خپل کار موده وغځوي او په ناقانونه او نامشروع بڼه کار ته دوام ورکړي.
د ولسمشرۍ ځینو نوماندانو دغه راز ولسمشر غني له دولتي شونتیاوو په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړ.خو ولسمشر غني تل دغه تورونه رد کړي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه