برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ دی , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د طالبانو له پلاوي سره د عمران خان د غونډې په مناسبت د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر لخوا اعلامیه

آریانانیوز: د طالبانو پلاوی د سولې د خبرو د ځنډولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره له کتنې وروسته پاکستان ته لاړ او له لومړي وزیر عمران خان سره یې ولیدل...


د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي پای ته رسیدو غوښتنه یې کړې.

عمران خان ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې لپاره نظامي حل نشته او د جګړې اړخونه باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

هغه وویل چې د سولې خبرو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره ښه فرصت برابر کړی او دواړه خواوې باید په دې پروسه کې مثبت پرمختګ وساتي.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې عمران خان د افغانستان د سولې په پروسه کې د مداخلو د رول په اړه اندیښنه څرګنده کړې ، چې د هغه په وینا د دې پروسې د شنډولو هڅې کوي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي