برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو سره په جګړه کې ۳۰ عسکر وژل شوي

د طالبانو له لوري د اختریز اوربند د پای ته رسیدو وروسته په یوه لوی برید کې د دولتي عسکرو ۳۰ تنه وژل شوي.


د بادغیس ولایت والي عبدالغفور ملکزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اختر وروسته په خپل لومړني لوی برید کې طالبانو یوه قرارګاه نیولې او ۳۰ تنه عسکر یې وژلي دي.
نوموړي ویلي د چهارشنبې په ورځ سهار وختي طالبانو په بالامرغاب ولسوالۍ کې لومړی پر امنیتي پوستو د هر لوري څخه بریدونه وکړل چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.
نوموړي وویل چې په دغه برید کې په زیات شمېر طالبانو ګډون کړی وو.
عبدالغفور ملکزي ویلي چې اوس هم جګړه روانه ده. او د طالبانو لوري ته هم تلفات اوښتي دي.
د بادغیس امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ هم ورته معلومات ورکړي دي.
بلخوا دبادغیس آب کمري کې هم جګړې روانې دي او دواړه لوري يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوي کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي