برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د صندوقلي او مزارشریف د نفتي بلاکونو د موندنې او تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقتنامه لاسلیک شوه

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې کانونو وزارت او کنسرسیوم افغان – تاجک د صندوقلي او مزارشریف د نفتي بلاکونو اکتشافي او د تولید د وېش قرارداد د تعدیل توافقتنامه نن ماسپښین د ځمکو، اوبو او چاپیریال ساتنې عالي شورا په پای کې لاسلیک کړه.
د دې توافقنامې مطابق کنسرسیوم په دوه کالو کې ۶۰ میلیون ډالر پانګونې، په ۲۰ میلیون ډالر پانګونه د قرارداد په ساحو کې له ۱۰۳۰ څخه تر ۱۲۰۰ کیلو متر اوږدې سایزمیکي سروې کولو او په ۴۰ میلیون ډالر پانګونې ۵۵۰۰ متره د ژورې اکتشافي څا کېندنې ته ژمن دی.
یاده پروژه به له ۴۰۰ څخه زیاتو کسانو ته کاري فرصتونه برابر او د دولت عواید لوړ کړي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي