برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ جدی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د شکایتونو څېړل

آریانانیوز: د ټاکنو له قانون سره سم، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د ۱۵ ورځو په لړ کې ټول شکایتونه وڅېړي
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي قاسم الیاس په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ټاکنیزو ډلو له خوا د ثبت شویو شکایتونو شمېر بې‌مخینې وبلل او زیاته یې کړه چې کمېسیون ښايي د دغو ټولو شکایتونو په څېړلو کې د وخت له کمښت سره مخ شي چې په وینا یې، دوی یې په اړه اندېښمن دي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې په دې ناسته کې وویل چې په تېرو درېوو ورځو کې ۱۶ زره او ۵ سوه شکایتونه ثبت شوي دي
شینوارې زیاته کړه، ۸ زره شکایتونه د ثبات او همپالنې ټیم، ۴۴۰۰ د ګلبدین حکمتیار ټیم، له ۳ زرو زیات شکایتونه د ولسمشر غني په مشري د دولت جوړوونکي ټیم او ۱۵ شکایتونه هم د رحمت‌الله نبیل د ټیم له خوا ثبت شوي دي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي وايي، ثبت شوي شکایتونه لا نه‌دي ډلبندي شوي او پر بېلابېلو کټګوریو تر وېشلو وروسته به یې څېړنه پيل شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه