برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د شب نبرد څلورم پړاو کابل کې ترسره شو

آریانانیوز: روح‎الله محمدي او ایراني سیال، مازیار یاري ترمنځ لوبه په درېیو رونډونو کې د امتیازونو توپير سره ایراني لوبغاړي وګټله.



د شب نبرد لوبو څلورم پړاو د درېیو افغان او یوه ایراني لوبغاړي په اتلولۍ سره (جمعه د زمري۱۲مه) کابل کې ترسره شو.
په لومړۍ لوبه کې سهیل‎ حسین‎زاده په دوهمه دقیقه او شلمې ثانیې کې خپل سیال سمیر مخلص ته ماته ورکړه او په لومړي رونډ کې یې لوبه وګټله.
دوهمه لوبه کې افغان لوبغاړي، فایق عیار په دې آزادو مبارزو کې خپل ایراني سیال، پارسا پرداسې ته د امتیازونو په توپير سره د درې روڼدونو په ترڅ کې ماته ورکړه او بریایې خپله کړه.
درېیمه لوبه هم چې نیمه مرکزي وه د افغان لوبغاړي عمران حفیظي او پاکستاني سیال علومي کریم ترمنځه وه، په دې لوبه کې هم افغان لوبغاړی وتوانید چې خپل پاکستاني سیال ته د امتیازونو په توپير سره ماته ورکړي.
وروستۍ او مرکزي لوبه چې مهمه بلل کېده د افغان لوبغاړي، روح‎الله محمدي او ایراني سیال، مازیار یاري ترمنځه ترسره شوه، دا لوبه هم په درېیو رونډونو کې د امتیازونو توپير سره ایراني لوبغاړي وګټله.
افغانستان کې د شب نبرد تر نامه لاندې د آزادو مبارزو لوبې د موبي ګروپ او اس ال اف سي لخوا هېواد کې د یادو لوبو ودې په موخه په لاره اچول شوې دي چې د طلوه او لمر ټلویزیونونو لخوا په ژوندي بڼه خپرېږي.

شریک یي کړئ!