برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سیدجمال الدین افغان دارالمعلمین کاربندیز پنځمې ورځ

سید جمال الدین افغان دولتي دارالمعلمین نږدې ۲۰۰ استادان او محصلین چې له تېرو پنځو ورځو یې کاربندیز کړی، وایي، که د هغوی غوښتنو ته پام ونه شي، خپل کاربندیز ته دوام ورکوي.


یادو اعتراض کوونکو پنځه ورځې وړاندې هغه مهال کاربندیز وکړ چې د دوی د غوښتنې له مخې باید سید جمال الدین دارالمعلمین د پوهنتون درجې ته لوړ شي او حکومت د هغوی دې غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه.
د سیدجمال الدین افغان دارالمعلمين اعتراض کوونکې ښوونکې انګېزې وویل: ((د دې مرکز لوړې درجې ته رسول د وخت له اړتیاوو او د ځوانانو غوښتنې سره سم مطرح کېږي او دا بنسټ د تجربه لرونکو استادانو په درلودو چې د لیسانس او ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې لري، مناسب ځاى او ټول ظرفیتونه لري، د پوهنتون کېدو حق لري؛ خو اړوند بنسټونه په دې برخه کې ناغېړي کوي.))
نوموړې سربېره له دې چې له حکومت څخه یې د یادې ستونزې د هواري غوښتنه وکړه، زیاته یې کړه: ((شخصي پوهنتونونه د یوې ودانۍ په درلودو او خورا ټیټ درسی کیفیت سره کولی چې لیسانس فارغ کړي؛ خو دا بنسټ چې له سلو کلونو څخه زیاته مخینه لري، ولي د پوهنتون درجې ته نه لوړېږي؟))
هغېزیاته کړه چې وروستیو څو میاشتو کې، د دې تحصیلي بنسټ ښوونکو، د پوهنې وزارت له مشرتابه، پارلمان کې د خلکو استازو، د ولسمشر دویم مرستیال او اجرائيه رئيس سره لیدنې کړي دي؛ خو تراوسه هېڅ پایله نه لري.
د تېر کال په مرغومې میاشت کې د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین یو شمېر استادانو او محصلانو د حکومت له اجرایی مشر سره د لیدنې پرمهال خپلې غوښتنې وړاندې کړې او ډاکټر عبدالله ویلي و چې شرایطو او د ځوانانو غوښتنو ته په پام سره چې د لوړو علمي درجو ترلاسه کولو په لټه کې دي، د پوهنتون درجې ته د دې بنسټ لوړول، یوه اړتیا ده.
له بل پلوه د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین محصلې مهریې قادري وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو افغانستان کې د تحصیل کچه لوړېږي؛ نو ځکه دا بنسټ هم باید د پوهنتون درجې ته لوړ شي، څو محصلین له دې بنسټ څخه لیسانس فارغ شي.
یاده محصله چې له پنځو ورځو راهیسې، له یو شمېر نورو محصلانو سره د اعتراض کوونکو استادانو ترڅنګ دې مدنې حرکت کې ګډون لري، وویل: ((حکومت باید ډېر ژر دې ستونزې ته لاسرسی وکړي؛ له دې پرته به د خپلو استادانو ترڅنګ یاد حرکت ته دوام ورکړو.))
خو د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین رییس محمداعظم توخي وويل چې د پوهنتون درجې ته د دې بنسټ لوړېدا موضوع اړوندو بنسټونو ته وړاندې شوې ده، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په دې اړه ګډه کمېټه جوړه کړې او په دې طرحه کار روان دی.
له بل پلوه د لوړو زده کړو وزارت په دې تړاو اعلامیه خپره کړې او ویلي يې دي چې دې بنسټ ته د پوهنتون درجې ته د لوړېدو او یا د هېواد بل پوهنتون کې د شاملېدو طرحه لا هم ابتدايي پړاو کې ده.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، که چېرته دواړه غوراوي عملي شي، وروستۍ پرېکړه به د حکومت مشرتابه او د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ترمنځ د همغږۍ له مخې ترسره شي.
د لوړو زده کړو وزارت سربېره له دې چې له اعتراض کوونکو یې د اعتراض پای ته رسولو غوښتنه کړې، یادونه یې کړې، هره پرېکړه چې په دې تړاو ترسره کېږي، عمومي ګټو او د قانون رعایت ته به په کې پاملرنه وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي