برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه په راتلونکي کال د ثور میاشتې پر ۹مه نېټه جوړه شي.

آریانانیوز: پرون د «کب پر ۲۰مه»په دې اړه د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي:"د ټولنې د ټولو قشرونو د استازو سلا مشورو، نظریاتو او ارزونو ته چې د حل د لارې د موندلو او د سولې بهیر د ګړندي کېدو لپاره وړاندې کېږي، د غوږ ایښودلو او اغېزمنې ګټې اخیستې لپاره لویه جرګه جوړېږي."


ولسمشر غني پخپل فرمان کې ویلي چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه به یو لوی ملي فرصت وي، تر څو د افغانستان د ټولو خلکو استازي له طالبانو سره د خبرو اترو د چوکاټ او پولو ترڅنګ او دا چې څنګه سولې ته رسېدو شو خپل پوښتنې وړاندې کړي.
د ولسمشر غني په فرمان کې د سولې د مشورتي لویې جرګې مشري د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزي ته سپارل شوې ده.
د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په اړه د ښاغلي غني په فرمان کې ویل شوي چې افغان حکومت به د لویې جرګې د پرېکړې په روڼا کې د سولې کړنلاره ترتیب او په عملي کولو کې به یې هڅه وکړي.
د دغه فرمان پر اساس د افغانستان د مالیې وزارت مکلف دی چې د جوړېدونکي مشورتي لویې جرګې لګښت ورکړي.
تر دې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي و چې ټاکل شوې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د روانې کب میاشتې پر ۲۶مه نېټه تر سره شي، خو بیا وروسته د یو لړ لاملونو له‌مخې وځنډېدل.
د افغانستان د سولې عالي شورا تر دې مخکې ویلي و چې په دغه جرګه کې به څه باندې ۲زره کسان ګډون وکړي چې ۳۰ سلنه به یې مېرمنې وي.

شریک یي کړئ!