برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې مشورتي لویه جرګه پرانستل

آریانانیوز: په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه نن دوشنبې پر ورځ د غویی نهمه له طالبانو سره د خبرو لپاره د سرې کرښې د ټاکلو په موخه جوړه او رسماً پرانستل شوه.


د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو کمیسیون مشر محمد عمر داوود زي په خپلو لومړنیو خبرو کې څرګنده کړې، چې له پرانستونکې ناستې وروسته به د جرګې ۳۲۰۰ ګډونوال په کاري کمیتو کې د حکومت لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.
ښاغلي داوودزي له طالبانو هم وغوښتل، چې روانه جرګه وڅاري؛ د ګډونوالو او خلکو وړاندیزونه د جګړې د پای ته رسولو لپاره په پام کې ونیسي.
نوموړي دا هم وویل، چې په دې جرګه کې د ایران او پاکستان د کډوالو د استازیو په ګډون د هېواد له بېلابېلو برخو او ان د طالبانو تر څارنې لاندې سیمو څخه استازي راغلي دي.
هغه زیاته کړې، چې د جرګې غړي به په ۵۱ کاري کمیتو کې کار وکوي او د مشورو له بشپړیدو وروسته به د جرګې رییس ته وړاندې شي.
ویل کیږي، چې مشورتي لویه جرګه به څلور ورځې روانه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۲ ټاکنیزو ډلو، سیاسي څیرو او مدني بنسټونو په جرګه کې ګډون ندی کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي