برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د مشورتي لویه جرګه پای

آریانانیوز: د سولې مشورتي لویه جرګه د یو، پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو، د افغان سولې په اړه، په وروستۍ پنځمه ورځ خپلې غوښتنې او نظرونه په یوه پرېکړه لیک کې له افغان حکومت سره شریکې کړې.


د جرګې ګډونوالو په تېرو پنځو ورځو کې له طالبانو سره د مذاکراتو یو قالب پر ټاکلو او تلپاتې سولې ته رسېدو لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم پر رامنځته کولو بحثونه وکړل. د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د ګډونوالو سولې ته د رسېدو لپاره د جرګې د کمېټو نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې په ۲۳ مادو کې له افغان حکومت سره شریک کړل.
په پرېکړه لیک کې راغلي:
۱ـ موږ د جرګې ګډونوال په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن یو.
۲ ـ له جګړې څخه د طالبانو لاس اخیستل او د هېواد په بیارغونه کې ونډه اخیستل. ۳ـ د افغان دولت، طالبانو او دیني علماو لخوا د اسلام له سپېڅلي دین څخه د یو واحد تفسر رامنځته کول.
۴ ـ په روژه کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلان او عملي کول
۵ ـ د سولې خبرو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام څخه دفاع.
۶ ـ د افغانستان اساسي قانون د ملت یوه ملي ارزښتمنه وثیقه ده باید وساتل شي، خو د اړتیا په صورت کې، د دغه اساسي قانون د شمېر موادو تعدیل د سولې له هوکړې څخه وروسته، د هغه اصولي او منل شوي میکانیزم له لارې ممکن دي چې په همدغه اساسي قانون کې وړاندوینه شوې ده.
۷ ـ د اساسي قانون په اساس، د ټولو اتباعو د اساسي حقوقو ساتنه او لا پیاوړې کول.
۸ ـ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه او پیاوړتیا.
۹ ـ له قطر څخه افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر انتقالول.
۱۰ـ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د مسؤلانه وتلو لپاره عملي مهالوېش ترتیب او تنظم کول.
۱۱ ـ له لاسته راغلو فرصتونو او په کور دننه سیاسي اجماع څخه د سولې د پروسې د پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کول او د سولې بین الافغاني خبرو اترو ته له یو واحد افغان شموله ادرس څخه ننوتل.
۱۲ ـ د سولې خبرو کې د ښکېلو اړخونو لخوا له هر ډول مخکنیو شرطونو څخه ډډه کول.
۱۳ ـ د سولې خبرو کې د باور رامنځته کولو په هدف د بندیانو د تبادله او د زندانیانو خوشي کول.

۱۴ـ دوامداره سولې ته رسېدو لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کول. ۱۵ـ د افغانستان په چارو کې د سیمه ییزو مداخلاتو د دوام په صورت کې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت کول.
۱۶ـ د سولې خبرو کې د مشورتي لویې جرګې د استازو د مشورو په رڼا کې یو هر اړخیز او ټول شموله پروګرام تدوین او پلي کول.
۱۷ـ د سولې عالي شورا په جوړښت او تشکیلاتو کې اصلاحات رامنځته کول. ۱۸ ـ د سولې خبرو لپاره د یو هر اړخیزه افغان شموله پلاوي رامنځته کول. ۱۹ـ د طالبانو مشروع غوښتنې او مطالبات تشخیصول او د باور رامنځته کولو لپاره لازم او مشروع اقدمامات تر سره کول.
۲۰ ـ د جرګې تر پای ته رسېدو وروسته د جرګې د غړو لخوا کلیو او بانډو ته د سولې پیغام رسول.
۲۱ ـ د سولې مشورتي لویې جرګې له غړو سره د دولت اړیکې ساتل او د سولې او د سولې د خبرو اترو له پرمختګ څخه باخبره ساتل.
۲۲ـ افغان دولت، وسله وال طالبان، نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه د مشورتي لویې جرګې مشورو ته درناوی کول.
۲۳ـ او د مشورتي لویې جرګې د ۵۰ کمېټو لیدلوري نظریات، وړاندیزونه او بحثونه د رسمي سند په ډول چاپول او خپرول شامل و.

شریک یي کړئ!