برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اته سوه اتخ اوی ( 887)بندیان به خوشې شي

آریانانیوز: لسمشر محمداشرف غني په ارګ کې د کوچني اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې وویل چې د اختر لپاره او د سولې لویې مشورتي جرګې ته د درنښت لپاره یې د ۸۸۷ بندیانو فرمان صادر کړی دی.



ولسمشر غني د یادو بندیانو خوشې کول خپل قانوني واک وباله او زیاته یې کړه چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې د افغانانو د استازیو په غوښتنه یې دا اقدام کړی دی.
محمداشرف غني وویل چې په یاده جرګه کې یې د ښه نیت ښودلو لپاره یوازې د ۱۷۵ بندیانو د خوشې کولو اعلان کړی و، خو د جرګې غړیو د دغه شمېر د ډېرېدو غوښتنه وکړه او همدا لامل و چې لویې څارنوالي ته یې لارښوونه وکړه چې د ډېرو بندیانو د خوشې کولو دوسیې په پام کې ونیسي.
د ولسمشر غني په وینا، د یادو بندیانو لومړۍ جوپه به په زمري میاشت او دویمه هغه به یې هم په وږي میاشت کې خوشې شي.
ولسمشر زیاته کړه چې د کوچني اختر په مناسبت یې د یوشمېر هغو بندیانو د خوشې کولو امر هم کړی چې په صعب‌اعلاج ناروغیو اخته دي یا هم سپین‌ږیري دي او ټاکل شوې دا بندیان په راتلونکیو ۱۰ ورځو کې خوشې شي.
ولسمشر محمداشرف غني دغه راز خبر ورکړ چې د چنګاښ میاشتې په شپږمه پاکستان ته ځي چې دغه سفر به یې عملي پایلې ولري.
ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې د رڼو ټاکنو پر کولو د ټینګار ترڅنګ، د ولسمشري له ټولو نوماندانو وغوښتل چې ورسره مخامخ خبرې وکړي او د ټاکنو د اخلاقي اصولو په اړه ورسره هوکړې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ!