برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سولې په اړه د سعودي غونډه بې ګټه

آریانانیوز: د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي ويلي، چې د سولې په اړه د سعودي غونډې تر هغو ګټه نه لري، تر څو، د سعودي عربستان حکومت عملي ګام نه وي پورته کړی.


د مشرانو جرګې مرستيال دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ يو ځل بيا په سعودي کې د افغانستان سولې په اړه ناسته وه او يو ځل یې بيا فتوا صادره کړې، خو د اصف صديقي په ګډون د مشرانو جرګې نورو غړو ويلي، چې دا هڅې تر هغو ګټه نه لري، تر څو، سعودي رښتيني او عملي ګامونه نه وي اخيستي.
د ګډ حکومت چارواکي او ملي شورا په داسې حال کې له سعودي د سولې په اړه د جدي ګامونو هيله لري، چې د څارونکو په وينا سعودي پر طالبانو کوم اغېز او نه هم کومې رسمي اړيکې ورسره لري.
د نړيوالو چارو کارپوهان وايي، چې سعودي د نوو بدلونونو او نوې سټراټيژي له امله په اسلامي نړۍ کې د مشري او منځګړيتوب اهميت له لاسه ورکړی او نه شي کولی، چې د فلسطين په ګډون د نورې اسلامي نړۍ قضايا له اسلامي ارزښتونو او د مسلمانانو له غوښتنو سره سم پر مخ بوځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي