برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د زیږون پر مهال د میندو مړینه ۷۵٪ کمیدا

آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې د زیږون پر مهال د میندو په مړینه کې د تیرو ۱۷ کلونو پرتله اوس مهال ۷۵ فیصده کموالی راغلی دی.


د دغه وزارت مرستیاله ماموسۍ زیور د زیږون پر مهال د میندو په مړینه کې د کموالي یو ستر لامل په افغانستان کې قابلو د شمیر زیاتوالی ښيي.
نن د پنجشنبې په ورځ ( ثور۱۹ مه) د قابلو نړیواله ورځ کابل کې په یوه غونډه کې، چې د افغان حکومت د چارواکو سربیره په کې د یوشمیر مرستندویه ټولنو استازو هم برخه اخیستې وه ولمانځله شوه.
د مې پنځمه په نړۍ کې د قابلو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، افغان حکومت او یو شمیر مرستندویه ټولنو نن دغه ورځ ولمانځله.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۰ زره قابلې په دولتي روغتونونو او کینکونو او ۲۰ زره نورې بیا د عامې روغتیا په خصوصي سکتور په کار بوختې دي.
د دغه وزارت مالي او اداري مرستیالې ماموسۍ زیور دې غونډې ته وویل، چې افغانستان په ۲۰۰۵ کال کې د مور اوماشوم د مړینې له امله په نړۍ کې دوهمه درجه هیواد وه، خو اوس د قابلو او روغتیایي ماهرینو په زیاتیدلو سره د مور او ماشوم په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
ماموسۍ زیور وویل”په اوس وخت کې په هرو سلو زرو ولادتونو کې ۳۹۶ میندې مړې کیږي، چې دغه شمیره ۱۷ کاله وړاندې ۱۶۰۰ تنو ته رسیده”.
یو شمیر قابلې وایي، چې مور او ماشوم ته د ښو خدماتو د برابرولو لپاره د افغانستان لیرو پرتو سیمو ته ځي، خو افغان حکومت ورته د حق الخطر په نوم مالي امتیازات نه ورکوي او نه هم هغه ډول امتیازات چې د دوې لپاره بسنه وکړي ورکوي.
د کابل ښار یوه اوسیدونکې قابله بریښنا وردک په دې اړه وویل”موږ د مامورینو او معلمانو په پرتله شپاړس ساعته ډیر کار کوو، زموږ ستف( پرسونل) لږ دی خو مریضان ډیر دي، عامې روغتیا وزرات هم په کراتو موږ سره وعده کړې، چې ماشومه مو لوړوو، حق الخطر تاسو ته اجرا کوو او لسانس قابله ګي تاسو ته زمینه برابروو خو تر اوسه داسې څه نه دي شوي”.
عامې روغتیا وزارت وایي، چې دا مهال په افغانستان کې ۵۸،۸ فیصده ولادتونه د قابلو او روغتیایي ماهرینو په موجودیت او ۵۴ فیصده نور بیا په روغتیایي مرکزونو کې ترسره کیږي.

شریک یي کړئ!