برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د زرغون بهير شکايتونه ردول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي وايي، د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهير له لوري د سپکاوي ۳۹ شکايتونه يې رد کړې دي
رسولي وايي، د افغانستان جزا کوډ کې افرادو ته «کنزلې او سپکاوی» جرم دی او هغې ته رسېدنه د زیانمن کس له اندېښنو سره تړاو لري
نوموړی وايي، دا شکايتونه د زرغون بهير د حقوقي کمېټې له لوري ثبت شوي دي، نه د امرالله صالح لوري؛ نو له همدې کبله دا شکايتونه رد شوي دي
د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهير له لوري په دې وروستيو کې ۳۹ کسان امرالله صالح ته د سپکاوي په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي وو چې نوموړي ته يې په فېسبوک کې د هغه فېسبوکي پوسټونو کې سپکاوی کړی و
د دې شکايتونو ثبت بيا هېواد کې دننه او بهر په ځانګړې توګه د بښنې نړيوال سازمان غبرګون هم له ځانه سره درلود.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي