برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امرالله صالح: په سرخ تپه کې پر طالبانو برید شوی

آریانانیوز: امرالله صالح وويل، طالبان په بېلابېلو سيمو کې خلک ځوروي.


د افغانستان د فراري ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه پیغام کې لیکلي چې د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په پشتې سرخ او د پروان ولایت د میانګذر په سیمو کې د طالبانو پر پوستو د تیرې شپې له بریدونو وروسته طالب ځواکونه اوس په بازار کې او جومات ته د تګ پر مهال خلک ځوروي.

امرالله صالح وویل، په جبل السراج کې د طالبانو ملېشې د اشغالګر او بهرني ځواک په څېر عمل کوي او له خلکو سره بد چلند کوي.

صالح د سرچینو له قوله ویلي، چې تېره شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د سرخ پشتې په سیمه کې د طالبانو پر مرکزي قرارګاه برید وشو، چې له امله یې نامعلومو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته. خو صالح دا ونه ویل چې پر طالبانو برید کومې ډلې یا جبهې کړی دی.

صالح وويل چې د طالبانو يوه قطعه له کابل او بګرام څخه لېږل شوې ده او د خپلو تلفاتو په غچ کې یې خلک ځورولي دي.

امرالله صالح وویل، طالبان ورکیدونکی دي او یوه ورځ به خلک هغوی تر پښو لاندې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي