برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: اوکراین ښايي د افغانستان په برخلیک اخته شي

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې دا خبره کړې ده چې اوکراین ښايي د افغانستان په برخلیک اخته شي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې امریکا له شل کلن حضور وروسته له افغانستانه ووتله او د ترهګرۍ او مخدره موادو له قاچاق پرته یې نور څه نه دي پرېښودل.

هغه له اوکرایني سیاستوالو وغوښتل چې د افغانستان وضعیت ته پام وکړي.

لاوروف دغه څرګندونې له تسارګراد تلویزیون سره په مرکه کې افغانستان ته په اشارې سره وویل امریکا ممکن د اوکراین ملاتړ هم ودروي کله چې نور اوکراین ته اړتیا نه لري.

له بلې خوا د استونیا صدراعظم کایا کالاس په دې وروستیو کې ویلي روسیه باید د اوکرایین په جګړه کې ماتې وخوري او له دغه هېواده ووځي، لکه څنګه چې په افغانستان کې د شوروي له حضور وروسته وشول.

شریک یي کړئ!