برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر څرنګوالی وارزول شو

په تېرو څلورو ورځو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د څرنګوالي په اړه د بحث غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د جمهوري ریاست په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.


په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس او غړو، یوشمېر وزیرانو او دولتي لوړ پورو مقاماتو، د مرسته کوونکو هېوادونو ځینې سفیرانو او استازو او د سیاسي ګوندونو استازو هم حضور درلود، د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د پرمختګونو او د رای ورکولو مرکزونود ننګونو په اړه غونډې ته مفصل معلومات ورکړل.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه، چې پر حکومت سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسیون، علمای کرام، مدني ټولنه او د ښځو شبکې دې په همغږی د ولایتونو او ولسوالیو د مرکزونو په کچه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د چټکتیا په خاطرد خلکو پوهاوی زیات کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي