برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د راشد خان اتلتوب یې لوبډلې ته بریا

آریانانیوز: د انګلستان په کاونټي سیالیو کې راشد خان د خپلې لوبډلې په بریا کې د پام وړ توپ اچونه ترسره کړه او درې مهمې ویکټې يې ترلاسه کړې.



په شل اویزو سیالیو کې یو ځل بیا راشد خان ثابته کړه چې هغه د لومړي مقام حقدار دی، نوموړي تېره شپه په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې ۳ اورونه وکړل، یوازې ۹ منډې يې ورکړې او په ۳ اوسط یې ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
راشد خان د انګلستان په تجارتي سیالیو کې د سسیکس لوبډلې لخوا لوبیږي چې په تېرو څو سیالیو کې د لوبډلې په ګټه په زړه پورې توپ اچونه ترسره کوي، له دې وړاندې په څو سیالیو کې هم ښه ځلیدلی و.
په دغه سیالۍ کې چې د سسیکس او ګالمورګن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه د راشد خان لوبډلې وکړه چې په ۲۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۶ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې که څه هم سیال لوبډلې ښه پېل وکړ خو راشد خان یې لومړی ملګرتیا له منځه یوړه او په ښکلي ګوګلي توپ یې توپوهونکی بولډ اوټ کړ، همدا ډول یې دوه نورې په زړه پورې ویکټې هم واخیستې چې په پای کې یې سیال لوبډله د ۸۸ منډو په جوړولو وسوځېده.
د راشد خان لوبډلې یو بل توپ اچونکي تامل میلز په وروستي وخت کې پرلپسې درې ویکټې واخیستې او هیټریک یې وکړ، چې په مرسته یې سسیکس لوبډلې د ۹۸ منډو په توپير ستره بریا خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې په سږکال انګلستان کاونټي سیالیو کې څلور افغان لوبغاړي لوبیږي، هر یو یې د خپلې لوبډلې لپاره ښه ثابت شوی، محمد نبي د لیسسټرشایر، راشد خان د سسیکس، مجیب الرحمن د همپشایر او ظاهر خان د لنکاشایر لوبډلې لخوا لوبیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي