برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د راتلونکو ټاکنو پر امنیت بحث

آریانانیوز: د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې نن غرمه د راتلونکو ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او دولسي جرګې لپاره د غزني د ټاکنو د امنیت د لا ښه تامین په موخه د امنیتي تدابيرو په اړه بحث او خبرې وکړې.



په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو خپل ټاکنیز تقویم د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري ته وړاندې کړ او هغوی ورته د ټاکنو پروسې په بېلابېلو پړاوونو کې د ښو امنیتي تدابیر و او بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې همدارنګه پرېکړه وکړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت د ښه تامین په څېر د ولسمشریزو، ولایتي شوراګانو او د ولسي جرګې لپاره د غزني د ټاکنو پروسې له پیل څخه تر پای پورې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره ګډ کار او همکاري وکړي.

شریک یي کړئ!