برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د دوی په پلویتوب سلګونو کسانو وسلې ته لاس غځولی

آریانانیوز: طالبان وايي د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ګڼو کلیو اوسېدونکو د دوی ملاتړ کړی او سلګونو يې عملاً وسله ورسره غاړې ته کړې ده.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د قادس ولسوالۍ اړوند د برګل او شهر ارمان سیمو ۶۳ کليو د طالبانو ملاتړ کړی دی.
ښاغلی مجاهد وړاندې زیاتوي د فضل احمد اخندزاده او عبدالقدیر په مشرۍ ۱۰۰۰ تنو وسله غاړې ته کړې او عملاً يې پر لیکو ورګډ شوي دي.
د هغه په وینا دغه سیمه چې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ پکې مېشتې دي د وسله والې مبارزې عملي ملګرې شوې دي.
مجاهد لیکلي، ورسره ملګري شویو کسانو «۱۰۰۰ میله کلاشینکوف، ۴۰ پيکاوې، ۱۰ راکټ، ۵ بم افګن او ډیر مهمات هم راوړل.»
د بادغیس ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!