برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د دفاع وزارت دچورلکی غورځېدل

آریانانیوز: د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت اړوند چورلکه غورځېدلې ده.


د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش که څه هم دعوه کوي چې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو مني چې له عملې نه يې ځينې ټپیان شوي دي.
طالبانو د دې چورلکې د غورځولو په تړاو څه نه دي ويلي، خو محمد رادمنش د هغوی له څرګندونو پرته وايي، دی دا نه مني چې چورلکه دې د طالبانو په ډزو غورځول شوې وې.
هغه وویل چورلکې تېره شپه د تخنیکي ستونزو له بېړنۍ ناسته وکړه، خو له عملې نه يې یو شمېر ټپیان شوي دي.
له دفاع وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د چورلکې د غورځېدلو ساحې ته يې نور عسکر لېږلي دي.
طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.
سروبی د پلازمېنې یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې طالبان پکې په ازاد زړه نظامي عملیات ترسره کوي.

شریک یي کړئ!