برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د داعش د بهرنیو غړیو د برخلیک په اړه به ژر پرېکړه

آریانانیوز: د ملي امنیت شورا وايي، دولت به ډېر ژر د داعش ډلې د هغو بهرنیو غړو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي چې په ننګرهار ولایت کې حکومت ته تسلیم شوي دي. د داعش ډلې سلګونه وسله وال چې یوشمېر بهرني جنګیالي هم پکې دي، په دې وروستیو کې وسله پر ځمکه کېښوده او تسلیم شول
یوې هندۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل ښايي د داعش ډلې لس جنګیالي چي د هند اتباع دي، نوي ډیلي ته وسپاري. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د هندۍ ورځپاڼې د راپور په اړه وویل چې د بهرنیو نیول شویو داعش اورپکو په اړه به په نژدې راتلونکې کې د افغانستان دولت خپله پریکړه وکړي. د هند چاپ ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۸مه) راپور ورکړ چې په افغانستان کې د داعش ډلې په تسلیم شویو کسانو کې دیارلس تنه د هند اتباع دي. ورځپاڼې ویلي چې دا کسان د افغانستان او هند ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې پربنسټ سپارل کېږي. د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په هغو سلګونو داعشیانو کې چې په دې وروستیو کې حکومت ته تسلیم شوي د پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو اتباع هم شامل دي
ولسمشراشرف غني د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ ننګرهار ته د سفر پرمهال په دې ولایت کې د داعش د ماتې خبر ورکړ او ویې ویل، د داعش د پاکستاني غړو ښځې او ماشومان به د پاکستان حکومت ته نه، بلکې د هغوی خپلوانو ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي