برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د داعش خراسان پخوانی مشر: داعش یوه امریکایی پروژه ده

په افغانستان کې د داعش پخواني مشر په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې داعش یوه امریکايي پروژه ده چې هدف یې د طالبانو له منځه وړل دي.


د خراسان داعش ډلې پخواني مشر عبدالرحیم مسلم دوست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې داعش یوه امریکايي پروژه وه چې یوازینۍ موخه یې د طالبانو له منځه وړل وو او دی.

مسلم دوست زیاته کړه چې ځینې هیوادونه داعش ته پناه ځایونه او تعلیمي امکانات برابروي او د داعش ډېری وژل شوي کسان د دغو هېوادونو اتباع دي.

د داعش د خراسان ډلې د پخواني مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ لفظي ښخړه زیاته شوې ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو مشرانو ته په خپله وینا کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو او د هغوی د فعالیتونو د ازادۍ په اړه اندېښمن دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې داعش یوه سیمه ییزه ډله ده او تېر کال مو ۱۸ پاکستاني داعش وژلي او ۴۳ نور یې ژوندي نیولي، خو دا نه شي ویلای چې پاکستان دوی افغانستان ته استولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي