برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خوست د بېلابېلو قومونو مشرانو او متنفذینو د جمهور رئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر پلازمېنې کابل ته له راستنېدو دمخه د خوست ولایت مقام کې د یاد ولایت د بېلابېلو قومونو مشرانو او متنفذینو سره وکتل.


په پیل کې حاجي حیدرګل منګل، عبدالرحمن ځدراڼ، وکیل عبدالولي واحدزي او حاجي رسول محمد ځدراڼ د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د لویو پروژو د تطبیق، اصلاحاتو، سولې پروسې او اقتصادي همکاریو په برخه کې د جمهور رئیس غني لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې .

هغوی همدارنګه د پلونو، سړکونو او بندونو د جوړولو، زده‏کړې، روغتیایي خدماتو، پانګونې ته دزمینې برابرولو او د ځنګلونو د احیا په اړه د خپلو وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ په خوست کې د ځایي خلکو او کوچیانو ترمنځ د معضلو د حل په موخه د باصلاحیته پلاوي د ور استولو وړاندیز هم وکړ.

د خوست د ولسونو مشرانو او متنفذینو له دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه دټینګ ملاتړ ترڅنګ وویل، دوی له خپلې محلي ادارې سره همکار دي او له همدې امله خوست ولایت نسبتاً امن دی.

جمهور رئیس غني د دوی له ملاتړه د مننې ترڅنګ د مشرانو رول ته په اشارې وویل، د مشرانو ګډه او بې طرفه جرګه دې په خوست کې د قومونو معضلې حل او خپلې وروستۍ پرېکړې له ده سره شریکې کړي.

جمهور رئیس د ورزش، پوهنتون، معارف او امنیت په برخو کې د خوست د ولسونو هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه، د خوست ولایت هر اړخیزې ودې او د ځنګلو احیا ته اساسي توجه کېږي.

د دغې غونډې په پای کې د خوست د بېلابېلو قومونو مشرانو او متنفذینو جمهور رئیس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر او هغه ته یې په چارو کې د لا زیات بریالیتوب ترڅنګ د اوږد او هوسا ژوند هیله وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي