برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر دبرید مسئولیت منل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی داعش ډلګی په کابل کې د هغه ترورېستي برید مسؤلیت منلی چې د خورشید ټلوېزیون یو خبریال او یو تخنیکي همکار په‌کې ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.
د خورشید ټلوېزیون مسؤل محمد رفیع رفیق صدیقي رسنیو ته ویلي دي چې پر همکارانو یې ترورېستي برید شوی دی.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې حکومت دا برید په کلکه غندي او زیاته‌یې کړه چې د پېښې په اړه به څېړنې وشي.
د بخښنې نړیوال سازمان، د ژورنالېستانو د ملاتړ نړیوالې ټولنې او په کابل کې د امریکا سفارت هم دا حمله په کلکه غندلې او دا یې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ حمله بللې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي