برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د «خواجه غار» ولسوالۍ سقوط

آریانانیوز: سیمه ایزو دولتي چارواکو منلي، چې د خواجه غار ولسوالۍ له ټولو امنیتي پوستو او اړوند ادارو سره یوځای تېر ماښام وختي د طالبانو لاسته لویدلې.



د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وایي، ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو کمښت د دې لامل شو چې طالبان له موقع څخه په استفادې د ولسوالۍ پر مرکز کنترول ترلاسه کړی.
د یادې ولسوالۍ ولسوال محمد عمرعمر هم د ولسوالۍ سقوط مني او وایی چې امنیتي ځواکونو یې مقاومت ونشو کړای، تر لږ جګړې وروسته یې خپلې پوستې طالبانو ته پریښودي.
سیمه ایز چارواکي د خواجه غار د سقوط خبره په داسي حال کې کوي چې د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش د یادې ولسوالۍ سقوط نه مني او زیاتوي.چې سیمې ته يې تازه دمي ځواکونه له طالبانو سره د جګړې لپاره لیږلي دي.
بل خوا طالبانو هم په مکمله توګه د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، نن ماښام یې یاده ولسوالۍ نیولې چې په وینا یې “طالبان د کوکچې ولسوالۍ پُل ته رسیدلي او پرمختګ یې دوام لري“
مجاهد ګڼو امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربیره د زیات شمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکوي. نوموړی زیاتوي چې په نمک آب، کوکچه او بهارک ولسوالیو کې یې هم د ده په وینا له دښمن سره شدیدي جګړې دوام لري، چې په خبره یې تر دا مهاله یې څه باندي 40 دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولي.
بل خوا ځایي سرچینې هم رسنیو ته ویلي چې طالبانو اوسمهال پر بهارک ولسوالۍ جګړه پیل کړې او شدید جنګ دوام لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي