برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حکومت له لوري هیڅ بندی طالب نه دي خوشي شوي.

د طالبانو د بندیانو کمیسون په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په داسي حال کې چې د دوی له لوري د اروبند د عملي کېدو تر څنګ په لسګونو عسکر بندیان په هلمند او نورو ولایتونو کې خوشي شول او دا لړۍ لا روانه ده، د حکومت له لوري هیڅ داسي څوک نه دي خوشي شوي.


دوی د حکومت له لوري د بندیانو د خوشي کولو اعلان ناسم او له فریبه ډک وباله او وې ویل چې خوشي شوي بندیان عام کلیوال دي چې د شک پر بنیاد نیول شوي او یا هم محلي قومندانانو د پیسو لپاره د طالب او یا قومندان په نامه امریکایانو او د دولتي عسکرو ته په لاس ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په زرګونو دغه سي بندیان چې د طالبانو سره هیڅ تړاو نه لري د طالب په تور زندان ته اچول شوي او د قاضیانو له لوري باندي لس او شل کاله بندونه را وتلي دي.
باید وویل شي چې ولسمشر اشرف غني د اروبند د تمدید تر څنګ اعلان کړی وو چې د طالبانو ۴۶ بندیان ور خوشي کوي، خو د طالبانو په وینا تر اوسه دغه وعده نه ده عملي شوې او نه داسي شواهد لیدل شوي دي چې په رشتیا دي هم ددوی کسان ور خوشي شوي وي.
د یادونې وړ ده چې د بګرام او پلچرخي په زندانونو کې په زرګونو داسي بندیان هم پراته دي چې د بند مودې يې پوره شوي خو لا هم د اداري پیچلتیاو او نورو ستونزو له امله په زندانونو کې پراته دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي