برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه نن مازدیګر په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.


د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د قضائیه قوې د تشکیل او صلاحیت قانون غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، یاد قانون د قوانینو کمېټې له تائید وروسته د کابینې د غونډې د لارښوونې مطابق ارزول شوی او د سترې محکمې د نظریاتو له درجولو وروسته په ۹ څپرکو او ۶۰ مادو کې نهایي شوی دی.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د قضائیه قوې د تشکیل او صلاحیت قانون په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاد قانون د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د سترې محکمې رئیس او عدلیې وزیر ګډه غونډه کې تر ارزولو وروسته نهایي کړي.

وروسته د عدلیې وزیر د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د ذاتي چارو قانون د ځینو مادو د زیاتولو، لغوه کولو او تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه، یاده طرحه په څلورو مادو کې ترتیب او د قوانینو کمېټه کې مطرح شوې چې کابینې تائید کړه.

کابینې د یادې طرحې د تائید ترڅنګ عدلیې وزارت موظف کړ چې د مالیې وزارت او اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ تر بیاځلې غور وروسته یې مالي موضوعات نهایي کړي.

په همدې ترتیب، عدلیې وزیر د حقوقو د تحصیل د طرز قانون طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه دا طرحه د کابینې او قانون د حاکمیت عالي شورا د غونډو د لارښوونې په اساس تر بیا ارزونې وروسته په ۷ څپرکو او ۶۷ مادو کې د قوانینو کمیټې په غونډه کې تائید شوی ده.

کابینې له هراړخیزو بحثونو ورسته د حقوقو د تحصیل د طرز قانون طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د غونډې د یادښتونو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره تصحیح او نهایي کړي.

وروسته عدلیې وزیر د قضایای دولت قانون په ځينې مادو کې د تعدیل او زیاتولو طرحه غونډې ته مطرح او څرګنده یې کړه، دا طرحه د قانون د حاکمیت عالي شورا غونډې د پرېکړې په اساس د قوانینو کمیټې په غونډه کې تائید شوی ده.

کابینې یاده طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه د غونډې د یادښتونو او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره تصحیح او نهایي کړي.

دغه راز عدلې وزیر په داسې حال کې چې د څارنې او ارزونې مشترکې کمیټې استازو هم حضور درلود د اداري فساد د مجرمینو د اطلاع ورکوونکو د ملاتړ قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، دا طرحه په ۵ څپرکو او ۳۳ مادو کې د قوانینو کمیټې په غونډه کې تائید شوی ده.

کابینې د اداري فساد د مجرمینو اطلاع ورکوونکو د ملاتړ قانون طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر نظر لاندې د غونډې د یادښتونو مطابق تصحیح او نهایي کړي.

وروسته عدلیې وزیر د نظامي جرمونو په اړه د جزا کوډ لومړۍ ګڼې ضمیمې طرحه غونډې ته مطرح او زیاته یې کړه دا طرحه د کابینې په (۲۰) غونډه کې د نظامي جرمونو د قانون په صفت مطرح شوی وه چې د کابینې د یادې غونډې د لارښوونو مطابق ملي امنیت شورا ته واستول شوه او له ارزولو وروسته د قوانینو کمیټې په غونډه کې تر مطرح کېدو وروسته د دې کمیټې د لارښوونو مطابق د جزا کوډ د لومړۍ ګڼې ضمیمې په توګه تنظیم شوه.

کابینې له بحث او غور وروسته د نظامي جرمونو په اړه د جزا کوډ د لومړۍ ګڼې ضمیمې طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه دې د جمهوري ریاست عالي مقام تر نظر لاندې د جمهوري ریاست دویم مرستیال، اجرائیه رئیس، ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او ملي امنیت عمومي رئیس په ګډه غونډه کې تر ارزولو وروسته نهايي کړي.

دغه راز عدلیې وزیر د جزا کوډ په ۴۶۱ ماده کې د زیاتولو طرحه چې له تسوید وروسته د قوانینو کمیټې تائید کړې وه، غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د دې مادې د زیاتولو طرحه د تمرد او هغې د جزا اړوند ده چې کابینې تائید کړه.

نوموړي دغه راز د کرنیزو چارو د تنظیم قانون د ځینو مادو د تعدیل او زیاتولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل دا طرحه په ۳ مادو کې د قوانینو کمیټې تائید کړی ده.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست اصلاحي نظرونه په طرحه کې درج او نهایي کړي.

وروسته د عدلیې وزیر د استملاک د قانون د ځینو برخو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه، وې ویل دغه طرحه د ځمکې او اوبو عالي شورا د لارښوونو پر بنسټ ترتیب شوې چې د تعدیل او زیاتونې موخه یې د استملاک د قانون په تطبیق کې د عایده مشکلاتو رفع کول دي.

کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه تائید او د عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست اصلاحي نظریاتو ته په پام اصلاح او نهایي کړي.

د غونډې په بله برخه کې د کابل ښاروالۍ مالي معین او سرپرست د کابل د تاریخي باغونو د ساتنې په اړه د کابل ښاروالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د آغاخان پرمختیایي شبکې ترمنځ د موافقت‎نامې د مسودې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هراړخیزو بحثونو وروسته کابینې تائید کړه.

د غونډې په پای کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې د هرات ولایت د شیدای د مسو کان توافق شوې مسوده غونډې ته وړاندې کړه.

هغې زیاته کړه د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د کانونو او پترولیم وزارت، د تدارکاتو ملي اداره او په زیربنایي چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام مشاوریت څخه جوړې موظفې کميټې د یاد کان د داوطلبۍ ګټونکي شرکت سلک روډ (Silk Road) سره د مذاکراتو لړۍ پیل کړی چې ګټونکي شرکت د مذاکراتو په جریان کې د شرکت له خوا د امنیت د ټینګښت لګښت، د رویالتي په مقدار کې د کمښت وړاندیز، د تضمین او اجرااتو برخې، د توکو تدارک، خدمات او داخلي اموال، راپور ورکول، د اکتشافي جوازونو تجدید او د معدن د سیمې اړوندو حقوقو دورکړې په اړه د تعدیلاتو وړاندیز کړی، قرارداد د اقتصاد عالي شورا تایید او د تدارکاتو ملي کمیسیون منظور کړی، د کابینې تصویب ته هم اړتیا لري.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې له بحث او غور وروسته د هرات ولایت د شیدای مسو کان قرارداد تعدیلات او وړاندېزونه تصویب کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي