برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق

آریانانیوز: د ارګ لخوا په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي چې هر څوک چې د جغلوزې، پستې، زعفرانو په قاچاق ونیول شو، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي او ورسره نیول شوي محصولات به د پولیسو لخوا ضبطېږي.
ولسمشر دغه راز امر کړی هر امنیتي مسوول او مؤظف کس چې د جلغوزې، پستې او زعفرانو د قاچاق په برخه کې غفلت وکړ، هغه ته به هم سزا ورکول کېږي
ولسمرش کورنیو چارو او د ملي دفاع وزارت تر څنګ ملي امنیت ته هم امر کړی چې د جلغوزې، پستې او زعفرانو د قاچاق د مخنیوي لپاره دې همغږي پلانونه جوړ کړي
دا په داسې حال کې د چې افغانستان یوازې زر ټنه جلغوزه په رسمي ډول تېر کال صادر کړې، نوره ټوله پاکستان ته قاچاقېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي