برخه -څانګه : afghanistan, note, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نشه يي موادو تولید او قاچاق د افغانستان لپاره امنیتي، اقتصادي او اجتماعي ستونزې

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د افغانستان د تېرو شپږو مياشتو د څېړنې په اړه په نیویارک کې ځانګړې غونډه جوړه کړه او د امنیتي وضعیت د څېړلو ترڅنګ یې د نشه يي موادو پر ستونزو هم بحث وکړ.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي (تدامیچي یاماموتو) په دې غونډه کې وویل چې د نشه يي موادو تولید او قاچاق د افغانستان لپاره امنیتي، اقتصادي او اجتماعي ستونزې را پیدا کړې دي.
ښاغلي یاماموتو وايي چې افغان ځوانان د اعتیاد له امله له جدي ګواښ سره مخ دي.
ده وویل:
“نشه يي مواد په افغانستان کې یوه بله اجتماعي او اقتصادي ننګونه ده، سره له دې چې په (۲۰۱۸) میلادي کال کې د تاریاکو په تولید کې کموالی راغلی، خو بیا هم د نشه يي موادو د کښت او قاچاقو دوام په دې هېواد کې د ثبات پر وړاندې یو جدي ګواښ دی، څېړنې ښيي چې د افغان ځوانانو تقریباً په سلو کي لس يې په دوامداره ډول نشې کوي، په افغانستان کې د دې ستونزې ختمولو لپاره ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه مسؤلیت لري چې بازارونو ته د نشه يي موادو وړاندې کولو او غوښتنې سره مبارزه وکړي.”
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د روسیې ځانګړي استازي (واسیلي نبینزیا) په دې غونډه کې وویل، له نشه يي موادو سره مبارزه د مسکو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي، ځکه چې نشه يي مواد د سیمې لپاره یوه جدي ستونزه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان په داسې حال کې د افغان ځوانانو د اعتیاد په اړه اندېښنه ښيي چې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د څېړنو له مخې، په دې وروستيو وختونو کې د عامو ځوانانو تر څنګ د پوهنتونونو محصلین هم نشه يي ګولۍ خوري.
د ولسي جرګې غړی خالد پښتون ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته ګوته نيسي او وايي چې دوی تل افغانستان د نشه يي موادو د جوړولو ستره سرچینه بللې، خو خپله په دې مبارزه کې پاتې راغلي چې نړيوالو بازارونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيسي.
ده ویلي:
“نړیواله ټولنه په افغانستان کې شته، دلته يې شپاړس یا اووه لس کاله وخت تېر کړی دی، دوی په اسانۍ کولای شول چې دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي، خو له بده مرغه چې نړیوالې ټولنې په دې اړه یوازې خبرې کړي او حل لارې یې نه دې لټولي، نن افغانانو ته پېغور ورکول کېږي چې افغانستان د نشه يي موادو ستر جوړوونکی هېواد دی.”
د کورنیو چارو او نشه یي موادو سره د مبارزې وزارتونو د چارواکو په خبره، ټول هغه کېمیاوي مواد چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارول کېږي، د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته راځي، خو ګاونډيو هېوادونو نه د دې موادو د قاچاقو مخه نيولې او نه يې هم لازمې هڅې کړي دي.
ښاغلی پښتون له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې له افغان دولت سره د همکارۍ تر څنګ دې د کوکنارو له کښت سره جدي مبارزه وکړي او د ګاونډيو هېوادونو له لارو دې افغانستان ته د هغو کېمیاوي موادو د قاچاقو مخه ونيسي چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي