برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د انساني قاچاق ۱۰۴ تنه شکمن کسان

آریانانیوز: د هېواد عدلي او قضایي ادارو د تېر کال په اوږدو کې د انساني قاچاق ۱۰۴ تنه شکمن کسان، عدلي او قضایي بنسټونه ته ورپېژندلي دي
د عدلیې وزیر، عبدالبصیر انور، چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال؛ د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون، د راپور په اړه جزییات وړاندې کول، وویل: په ټولیزه توګه تېر کال کې د انساني قاچاق ۱۵۴ قضیې، لویې څارنوالۍ ته لېږل شوي، چې له هغو څخه ۱۴۵ قضیې څېړل شوي او دوسیې یې محکمو ته لېږل شوې دي
دغه راز ۹ نورې قضیې تر کار لاندې دي. د دغه راپور پر بنسټ د ملي امنیت ادارې، د انساني قاچاق د ۵۵ شبکو تر تثبیت او پېژندنې وروسته، پر ۳۴ شبکو اوپراتیفي عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې ۴۱ انساني قاچاق کوونکي نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته یې ورپېژندلي دي
راپور زیاتوي، چې کورنیو چارو وزارت هم د انساني قاچاق اړوند د ۱۲۲ قضیو د کشف او څېړنې په ترڅ کې ۶۳ تنه د انساني قاچاق په تور نیولي او عدلي او قضایي بنسټونو ته یې سپارلي دي
د هېواد د جزا کوډ، د حکمونو پر بنسټ، د انسان او کډوالو د قاچاق کوونکو له ډلې، ۷۵ تنو ته د اوږدمهاله، منځمهاله او او لنډمهاله بند سزا اورل شوې ده
د عدلیې وزیر زیاته کړه، چې همکارو موسسو، د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون له غړو ادارو سره په همغږۍ باندې په خپل ملاتړي مرکز کې له روغتیاي، رواني، ښوونیز او ټولنیز اړخه د انسان او کډوالو د قاچاق د ۱۰۵۰ قربانیانو مرسته کړې، چې د هغوی له ډلې څخه یو شمېر یې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي
همدارنګه دغه کمېسیون څه باندې ۸۶۰۰ بېرته ستنول شویو کډوالو ته هم روغتیاي، رواني، ټولنیز او د پوهاوي ورکولو خدمتونه برابر کړي دي
دغه راز ښاغلي انور وویل، د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له نړیوالو موسسو سره په همکارۍ باندې، د سعودي عربستان، ترکیې، ایران او یو شمېر ارپایي هېوادونو له کرښو څخه د بېرته ګرځول شویو ۵۴ زره او ۲۴۲ کسانو او کورنیو سره د اړینو مرستو وروسته؛ هغوی له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي
د پوهاوي سکتور چې د ارشاد، حج او اوقافو، کډوالو چارو، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا وزارتونه، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون پکې شامل دي، د انساني قاچاق او د هغه د زیانونو او ناوړه پایلو په اړه د جوماتونو، خطبو، راډیویي او تلویزیوني پیغامونو، بنرونو، بلبورډونو له لارې د پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي، چې له امله یې ۱۶۹ زره او ۷۳۵ هېوادولو ته پوهاوی ورکړل شوی دی
د افغانستان دولت، د انسان او د کډوالو له قاچاق سره د مبارزې د قانون د حکمونو پر بنسټ، په شپږو برخو چې جوړښت، د جرمونو کشف او د انساني د قاچاق د تورنو نیول، قضیو ته رسېدنه او د انسان د قاچاق د جرمونو د تورنو محاکمه کول، عامه پوهاوي، د انساني د قاچاق د قربانیانو لاس نیوي او په نړېواله او سیمه ییزه کچه د همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې تل هڅې کړې دي.

شریک یي کړئ!