برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جعلي شپې پاڼو خپرول، د دښمن وراخطايي ښيي

آریانانیوز: طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي د هېواد په ځینو سیمو کې خپرې شوې شپې پاڼې په دوی پورې اړه نه لري او دا ډول هڅې د دښمن د وراخطايي حالت ښيي.



وړمه شپه د هرات په ګلران او ځينو نورو سیمو کې د طالبانو د رهبرۍ شورا ته منسوبې داسې پاڼې خپرې شوې وې، چې پکې د اوربند په هکله ټینګار شوی و.
پر دې سربېره د هېواد په ځينو نورو سیمو کې هم د راتلونکې اختر په ورځو کې د طالبانو له ادرسه د اوربند د اعلانېدو په پلمه پاڼې خپرې شوې دي، چې طالبانو يې کلک رد کړی دی.
«داسې مسائل یواځې د اسلامي امارت رسمي ویندویانو د رسنیو په واک کې ورکولی شي او د هغوی لخوا اعلانیږي. د شب نامو په شکل یا په محلي سطحه د افرادو لخوا داسې شیان خپرول د اسلامي امارت د مجاهدینو تګ لاره نه ده.»
په اعلامیه کې دا ډول هڅې د افغان حکومت او د هغوی د بهرنیو ملاتړو وارخطايي ښوودل شوې او ټينګار شوی چې دوی په دې ډول غواړي د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي، خو د اعلاميې له مخې خلک بیدار او د طالبانو تګلاره روښانه ده
«داچې دښمن له سختې وارخطايي سره لاس او ګریوان دی، د دا ډول جعلي او استخباراتي هڅو په مټ غواړي اذهان مغشوش کړي، د اسلامي امارت په اړه تبلیغاتو ته توکي برابر کړي او له مهمو مسائلو څخه سوء استفاده وکړي.»
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم ځينو رسنیو د طالبانو د عمومي مشرتابه او د قطر د سیاسي دفتر غړو تر منځ د درز خبر ورکړی و، چې طالبانو یوازې د دښمن تش پروپاګند یاد کړ.
د طالبانو په اړه دا ډول هڅې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې او افغان حکومت ځان ګوښې ته احساس کړی دی.
سره له دې چې امریکایانو واضح کړې چې دوی په دوی پورې په تړلو مسائلو له طالبانو سره غږېږي او د افغانستان برخلیک د افغانانو خپل کار دی، خو ګډ حکومت ټینګار کوي چې په هر ډول خبرو کې دوی باید دخیل او ان مشري يې پر غاړه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي