برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جانکیري حکومت مو حزب نشي ختمولی

آریانانیوز: د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار د ګډ حکومت د مشر اشرفغني د هغه خبرداري په وړاندي چې ویلي یې وو، که سیاسي ګوندونه د ټاکنو په اړه تر خپلو غوښتنو تېر نشي؛ منحل به یې کړي؛ سخت غبرګون ښودلی او غني یې ننګولی.



حبیب الرحمن حکمتیار وایي، « اشرف غني ته وایم چې نه روسان وتوانیدل، نه امریکا او نه د 50 کلونو هغه واکمنان چې په ارګ کې یې پاچاهي کوله؛ ترڅو حزب اسلامي منحل کړي. »

نوموړی زیاتوي، « حزب اسلامي په جعلي ټاکنو او د یوه خارجي وزیر په غوښتنه نه دی رامنځته شوی» د هغه په وینا، حکومت دې تر دې خوب او خیال تېر شي چې د حزب د انحلال او له منځه وړلو په اړه یې په ویښه ګوري.
حبیب الرحمن وړاندي حکومت ته د قانون ماتوني پیغور ورکوي او وایی، « تر ټولو غټه قانون ماتونه، د ناقانونه حکومت جوړونه ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیری په واسطه را منځته شوې »
نوموړي اشرف غني ته په خطاب کې ویلي، « له هر څه نه وړاندې باید ستا حکومت منحل شي ترڅو، قانون پلی شي»
باید وویل شي چې، ګلبدین حکمتیار په 2016م کال کې د ځینو امتیازاتو په بدل کې د دولت او بهرنیو ځواکونو له مخالفته لاس پرسر شو او د ده په وینا د جانکیري په وسیله رامنځ ته شوي ناقانونه حکومت سره یوځای شو.
په پام کې وه چې د نوموړي پلویانو ته به څه اندازه ځمکه ورکول کیږي او د حزب اړوند بندیان به آزادیږي ، خو کابل ته د حکمتیار له راتګ نه دوه کاله تیریږي، چې لا هم د حزب اسلامي سلګونه بندیان په زندانونو کې پراته دي.
له بله اړخه ګمان دا کیده چې د حکمتیار راتګ به د ارګ لپاره په سیاسي ډګر کې زیاته ګټه وکړي، او د شمالي ټلوالي په خلاف به یوه متحده جبهه قوي کړي، لکه چې په لومړي سر کې د حکمتیار ټولي څرګندوني پرهمدې ټکي راڅرخیدي، خو د اټکل خلاف، د حزب او حکومت تر منځ په دې وروستیو کې اختلافاتو ناندریزه بڼه غوره کړي، چې خبره تر ګواښونو رسیږي.
په ورته وخت کې حکومت او حزب دواړه له سختو داخلي اختلافاتو سره مخ دي، له حزب اسلامي څخه د ارغندیوال او محمدخان جلا کیدل او له حکومت څخه د اتمر ایستل هغه دوه زیانونه و، چې دواړو متحدینو په ګډه وګالل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array