برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

حکمتیار: حکومت دې د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي ګوند مشر وايي، حکومت د نجونو او هلکانو د زده کړو مسوول دی.


د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د ځوان نسل تعلیم، هلکان او نجونې دواړه د حکومت مسوولیت دی.

د حزب اسلامي مشر د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ ۳۰ مه د طالبانو د مشر له لوري د نجونو د تعلیم د ځنډولو له حکم وروسته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي: طالبانو داسې تصمیم نیولی چې دوی پخپله نه شي کولای خپل عمل توجیه کړي.

د حزب اسلامي مشر ټینګار وکړ، چې لا هم وخت شته، چې لومړیتوبونه درک او له داسې “بې ګټې او تباه کوونکی” پرېکړو ډډه وشي.

حکمتیار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته په یوه لیک کې امر کړی، چې د کابینې د پرېکړې پر بنسټ دې د ښځو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.

دې عمل په افغانستان کې دننه او هم په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي