برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم د سولې په مشورتي ناسته کې ګډون نه کوو

آریانانیوز: دعبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې ټیم وایي چې، د روغې جوړې د مشورتي جرګې په ناسته کې ګډون نه کوي ځکه چې د یادې ناستې په اړه مشوره ورسره نده شوې او دا ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره ګټوره نه بولي.


د ثبات او همپالنې ټیم په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، چې مشوره یوه دیني امر دی او نن سبا په نړۍ کې د چارو د ښې سمبالتیا په برخه کې مهم اصل پیژندل شوی، نو په همدې اساس له دوی سره پدې برخه کې مشوره نده شوې او په ناسته کې ګډون نه کوي.
اعلامیه لیکي چې، یادې ناستې د ترسراوی په اړه د ثبات او همپالنې ټیم سره، نه د حزبونو په سطحه او نه هم د حکومت په سطحه مشوره شوې ده او زیاتوي چې د یادې ناستې د دایرولو په اړه قانع کوونکي دلایل ندي ورکړل شوي.
د اعلامیي په ټکو، د ثبات او همپالنې ټیم د عبدالله عبدالله په مشرۍ اعلان کوي چې، د سولې مشورتي جرګې ته اعنوان لاندې ناسته کې ګډون نه کوي او دا ناسته د افغانستان د ستونز د حل لپاره ګټوره نه بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي