برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنيانو پر ټانګ ماین چاودنه

آریانانیوز: د کندهار خبري سرچينې وايي، دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ مربوط د خونسيزو په سيمه کې په ځمکه کې د خښ کړای شوي ماین په توسط ترسره شوې چې د بهرنيانو یو ټانګ يې هدف ګرځيدلی دی.



طالبانو د چاودنې مسؤوليت په غاړه اخيستی شمشاد ته يې په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، په یاده چاودنه کې د بهرنيانو ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ او پکې سپاره ټول بهرني عسکر وژل شوي دي.
د پيښې ځای ته نږدې خلک وايي، له چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو لاره وتړله او خلکو ته يې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.
د کندهار په هوايي ډګر کې رومانيايي عسکر ميشت دي چې د دغه هوايي ډګر د ساتنې مسؤوليت پر غاړه لري او وخت ناوخت شاوخوا سيمو کې ګزمې کوي چې کله ناکله د طالبانو له بريدونو او ماین چاودنو سره مخ کيږي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په یاده پيښه کې د تلفاتو په اړه څه نه ویلی ۔

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي