برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بریښنا سټېشن الوځولو پسې راغلي ۳ داعشیان ووژل شول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی افغان ځواکونو د کونړ په وټه پور کې هغه درې داعشیان وژلي او بل ژوبل کړی دی چې د بریښنا د یو سټیشن په الوځولو پسې راغلي وو
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی تاند ته تاییدوي چې تېره شپه داعش جنګیالیو غوښتل د وټه پور ولسوالۍ په ماڼوګي کلي کې د بریښنا یو سبسټیشن په بمونو تخریب کړي، خو افغان ځواکونو پرې عملیات کړي دي
نوموړی وايي، داعشیان په خپل هدف کې بریالي شوي نه دي، خو ۳ تنه یې وژل شوي او ۱ بل ژوبل دی
داعش ډله چې په دې وروستیو کې له ننګرهار څخه شړل شوې ده، ویل کېږي چې په کونړ ولایت کې یې ځینې سیمې لاندې کړي دي او جګړې یې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي