برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د بحران نړیواله اداره: پاکستان باید د افغان کډوالو ایستل بند کړي

د بحران نړیوالې ډلې اعلان کړی چې د افغان کډوالو ډله ایز اخراج به د بې ثباتۍ لامل شي.


د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه راپور کې ویلي، پاکستان په داسې حال کې د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، چې دغه پرېکړه په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو لامل کېږي.

د کړکېچ د نړیوالې ډلې یو چارواکی ابراهیم بحیث وايي، د دې پرېکړې پر ځای، د پاکستان لپاره غوره ده چې خپله پاملرنه امنیتي سکتور ته واړوي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې په دوام کې له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مرسته له افغان کډوالو سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې په تېرو دوو اونیو کې څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي