برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د انتخاباتي کمېسيونونو له غړو څېړنې پیل

آریانانیوز: د افغانستان لویه څارنواالي وايي چې نن د فبرورۍ په شپاړسمه به د دواړو انتخاباتي کمېسيونونو له مشرانو او کميشنرانو چې له دندو لېرې شوي، تحقیقات پیل کړي.


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيونو مشران او کميشنران د تېرې سې شنبې په ورځ د ولسمشر د فرمان له مخې له دندو لېرې شول.
لویې څارنوالۍ هغوی د تحقیقاتو تر بشپړېدو له افغانستانه ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې د دواړو کمېسيونونو له برطرفه شویو مامورینو به له وظیفوي صلاحیته د ناوړه استفادې په تور تحقیق کېږي.
خو د انتخاباتي کمېسيونونو مشرانو او له دندې لېرې شویو کميشنرانو تېره اوونۍ په یوه بیان کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او ادعا یې وکړه چې د ملي یووالي حکومت چارواکي د هغوی د برطرفه کولو صلاحیت نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي