برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امرالله صالح په کور برید

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت وايي، د زرغون بهیرد مشر او په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني د ټاکنیز ټکټ د مرستیال «امرالله صالح» په کور د برید په پایله کې ۷۰ تنه مړه او ژوبل دي.



د کورنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي، چې برید تېر ماځېګر ۴:۴۰ دقیقې د کابل په څلورمه امنیتي حوزه پورې اړوند سیمه کې د زرغون بهیر د دفتر مخې ته د موټر بم چاودنې سره یو ځای پیل او د زرغون بهیر دفتر ته د وسلوالو په ننوتلو سره وغځېد.
د اعلامیې له مخې، په برید کې ۱۶ ملکیان، ۴ تنه د زرغون بهیر د دفتر کارکوونکي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان دي.
یاده دې وي، چې تر دې دمه د امرالله صالح په کور د برید پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.
په ټولنیزو رسنیو کې د امرالله صالح په کور برید یو پلان شوی کار بلل کېږي او د رسنیو ځیني فعالان شک کوي، چې هر څه کمپایني او د خلګو د جذب بڼه لري.
د ټولنیزو رسنیو فعال «خیرالله شینواری لیکي امرالله صالح لکه چې د کومې ناکامې ډرامې سکرپټ تېر کړ.

شریک یي کړئ!