برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان کډوالو یو مشر له حکومته د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه

په پاکستان کې د افغان کډوالو يو مشر له حکومته غواړي چې د بهرنيو هېوادونو او مرستندويه ادارو په ملاتړ يادو کډوالو ته په هېواد کې دننه د ژوند لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي؛ ځکه پاکستان نور په خپل هېواد کې افغان کډوال نه پرېږدي.


دغه خبرې د پاکستان د کوټې د افغان کډوالو مشر تادين خان تره کي نن په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل چې پاکستان دوی ته په هېواد کې ستونزې جوړوي، څو دغه کډوال اړ شي خپل هېواد ته ولاړ شي.
دی زياتوي: “موږ له ستونزو سره مخ يو، حکومت بايد په هېواد کې دننه راستنېدونکو کډوالو ته د ژوندانه لومړنۍ اسانتياوې برابرې کړي، څو خپل هېواد ته راستانه شي.”
هغه وايي، حکومت بايد کډوالو ته د اوسېدو نومرې ورکړي او د بهرنيو هېوادونو او موسسو په مرسته دې د څښاک د اوبو، روغتيا او روزنې اسانتياوې برابرې کړي.
د ده په وينا، تېره ورځ يې په دې اړه د حکومت د اجرائیه رياست لومړي مرستيال محمدخان ته هم خپله عريضه وړاندې کړې او ډېر ژر به په دې اړه د ملي شورا له غړو او د سرحدونو وزارت له چارواکو سر هم وګوري.
دی ادعا کوي چې په تېرو دوو درېيو کلونو کې زرګونه هغه افغان کورنۍ چې افغانستان ته راغلې وې، د ژوندانه د لومړنيو اسانتياوو د نشتوالي له امله بېرته پاکستان ته تللې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۲۵۰۰۰۰ بې کارته او نږدې ۲.۲ ميليونه هغه افغان کډوال ژوند کوي چې د کډوالۍ کارتونه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي