برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان کډوالو له پاره پاکستان ته ۲،۷ ميليونه ډالر

آریانانیوز: د جاپان دولت له لوري له پاکستان سره په دغه هيواد کې د ميشتو افغان کډوالو له پاره ۲،۷ ميليونه ډالره مرسته وشوه.


په اسلام اباد کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې په دغه هيواد کې د جاپان سفير تکوشي کورائي او د يو اين ایچ سي ار له استازې سره د ۲،۷ ميليونه ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک شو چې له مخې به يې دغه پیسې د افغان کډوالو، د روغتيا، زده کړو، حقوقو او د ژوند په بيلابيلو برخو کې مصرفوي.
په اسلام اباد کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د دفتر وياند قيصر اپريدي رسنيو ته وويل چې ۲،۷ ميليونه ډالر به د افغان کډوالو په روغتيا، زده کړو او د ژوند په بيلابيلو برخو کې مصرفوي.
دا مرستې په داسې حال کيږي چې په پاکستان کې افغان کډوال له راز راز ستونزو سره مخ دي او په دغه هيواد کې د روغتيا، ښوونې او د ژوند په نورو چارو کې له مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي.
اوسمهال هم چې د تعليمي کال له یوې مياشتې زیات وخت تير شوی دی په پاکستان کې هيڅ افغان کډوالو ښوونځي زده کوونکو تر اوسه درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي.
له تېرې څه مودې راهيسې په پاکستان کې د افغان سفارت او کونسلګرۍ استازو او د پاکستان حکومت چارواکو په دې بحثونه روان دي چې د افغان کډوالو په ښوونځيوکې پاکستانی درسي نصاب ولوستل شي، خو تر اوسه پورې افغاني او پاکستاني چارواکي په دې اړه کومې موافقې ته نه دي رسيدلي.
د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې افغان چارواکي او د نظر خاوندان وايي چې د افغان کډوالو په نامه له پاکستان سره د بهرنيو هيوادونو او مؤسسو مرستې څنګه چې مناسب دي په هغه اندازه پر افغان کډوالو نه مصرفيږي او ددغو پيسو ډيره برخه په بيلابيلو نومونو او پروژو په نامه د محدودو خلکو جيبونو ته ورځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي