برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۹ کال تر جون مياشتې

آریانانیوز: د پاکستان د مرکزي حکومت کابینې پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۹ کال د جون تر وروستۍ نېټې وغځوي.



په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د روان کال د سټپمبر په دېرشمه پای ته رسيږي، خو د مرکزي حکومت کابينې يو ځل بيا په د غه هېواد کې د کډوالو د اوسېدو موده غوځولې ده.
پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان تېره اوونۍ کراچۍ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال اعلان وکړ، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته به پاکستاني شناختي کارډونه ورکوي.
په پاکستان کې شاوخوا پنځلس لکه راجسټر افغان کډوال او همدومره غیر راجسټر کډوال اوسيږي، چې ډېری يې په خیبر پښتونخوا ايالت کې مېشت دي.
د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت هم د لومړي وزير د اعلان ملاتړ کړی او افغان کډوالو ته يې د شناختي کارډونو ورکول يې د پاکستان په ګټه بللي دي.
د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت مرکز ته په خپل لېږل شوي راپور کې ويلي، چې شاوخوا پنځلس لکه افغان کډوال په پښتونخوا کې مېشت دي او که دوی ته شناختي کارډونه ورکړل شي، د دوی کاروبارونه به باوري شي، دوی د ماليې په ليست کې داخل شي او ګټه به يې پاکستان ته هم ورسيږي.
د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزير فواد چودهري هم په اسلام اباد کې رسنيوو ته ويلي، چې لومړي وزير عمران خان اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د کډوالو په اړه جامعه تګلاره جوړه کړي او په وينا يې په دې اړه کار روان دی.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې که څه هم افغان کډوالو ته د شناختي کارډونو د ورکولو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د کډوالو د اوسېدو د مودې غځول يې د کډوالو لپاره لنډمهالې ګټه بللې بللې ده.
د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کمېټې مشر حاجي ارسلا خان خروټي نن ټکی اسيا سره په خبرو کې وويل، چې د حکومت له لوري د افغان کډوالو د اوسېدو موده غځول که څه هم په لنډمهاله توګه ګټوره ده، خو د افغانانو ټولې ستونزې پرې نه هواريږي او غوښتنه يې کړې، چې د پاکستان حکومت بايد د افغان کډوالو د ستونزو د اواري او هغوی ته د اسانتيا ورکول لپاره جامعه تګلاره وټاکي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي