برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان کډوالو اړوند د عمران خان اقدام ستایلی

آریانانیوز: د کډوالو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان کډوالو اړوند د هغه هېواد د لومړي وزیر اقدام ستایلی دی.


د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ په کراچۍکې يوې غوونډې ته وويل، چې افغان او بنګالي کډوالو ته به پاکستاني شناختي کارډونه او پاسپورټونه ورکړي او دغه کډوال به د پاکستان د نورو اتباعو په شان برابر حقونه ولري.
د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي ويلي، دا ښه اقدام دی، خو په وینا يې په دې سره به ټولې ستونزې حل نه شي.
هغه وویل په پاکستان کې شاوخوا دوه اعشاریه پنځه میلیونه افغان کډوال شته، چې په وینا يې که پاکستان یو نیم میلیون کسانو ته پېژندپاڼې ورکړي، نور پاتې کېږي.
د ده په وینا پاکستان حکومت دې پاتې نورو افغان کډوالو ته هم پام واړوي.
په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو ویلي، افغانانو ته د تابعیت ورکولو لپاره يې اقدامات پیل کړي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې څلورو واړو ايالتي حکومتونو ته لارښوونه شوې، چې د غیر راجسټر افغان کډوالو او نورو بهرنيانو په اړه معلومات مرکزي حکومت ته ولېږي.
د سرچينې په حواله د کورنيو چارو وزارت سره د ديارلس لکه غیر راجسټر افغان کډوالو په اړه معلومات شته، خو د هغوی د کورونو او اوسېدو ځایونو په اړه معلومات نه لري.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تازه د پاکستان لومړ وزیر ټاکل شوی، چې افغان حکومت ورنه د ښو اړیکو تمه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي