برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان شخړه

آریانانیوز: دیوراپور له مخی د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره له کتنې وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې وئیلی شوی دی ، د افغانستان د سولې بهیربه د افغانانو په مشرۍ او مالکیّت سره په دغه هیواد کې دسولې او ثبات لامل شی .
په دغې اعلامیې کې ټینګار شوی ،په افغانستان کې د سولې اوثبات ټینګیدا د درستې سیمې دامنیت لپاره یوه حیاتی چاره ده .
داپه داسې حا ل کې دی چې چین ته دپاکستان دلومړی وزیر له سفر څو ورځې مخکې د افغانستان د طالبانو ډلې یو ه لوړروتبه پلاوی اسلام اباد ته سفر کړی او ددغه هیواد له سیاسی او پوځی چارواکو سره ئې لیده کاته کړی وو . دا لیده کاته په داسې حال کې دی ، چې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ دخبرواترو له نهو پړاؤنو روسته دغه خبرې د امریکا ولسمشر ځنډولې او د افغانانو لپاره ئې تر دې دمه هیڅ مثبته نتیجه نه د ه درلودلې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي