برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان سولې په اړه د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون

آریانانیوز: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د افغان سولې د روان بهیر په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د یاد هېواد سفیر احضار کړی دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په کابل کې د پاکستان سفیر د یاد هېواد د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په باب احضار کړی او په دې اړه یې ورڅخه وضاحت غوښتی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خبره شوې اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده نو ځکه یې په کابل کې په دې تړاو د پاکستان سفیر احضار کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې افغانستان د سولې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوی او ډېر ژر به دغلته یو نوي حکومت چې ټولې خواوې پکې شاملې وي جوړ شي. هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې سوله د پاکستان له ثبات سره مرسته کوي او له دغو هېواد سره د سوداګرۍ په پراختیا کې ښه نقش لوبولای شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي