آریانانیوز: د داوخان مینه پال په وینا ، ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي حمیدي استعفا د هغه له خدمتونو څخه د مننې په څرګندولو سره ومنله...
ولسمشر محمد اشرف غني د لوی څارنوال فرید حمیدي استعفا ومنله.
د ولسمشرۍ مرستیال ویاند ، داوخان مینه پال وویل.ښاغلي حميدي د شخصي دلايلو له امله استعفا ورکړي دی.
هغه وویل: د لوی څارنوال ، فرید حمیدي استعفا منل شوې ده. د ښاغلي حمیدي د خدماتو د ستاینې په څرګندولو سره ، ولسمشر د هغه استعفا ومنله.
فرید حمیدي د ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کولو وروسته ، د وری په 20 ، ۱۳۹۵ کې د افغانستان لوی څارنوال په توګه وټاکل شو.
د لوی څارنوال په توګه دندې تر مخه ښاغلي حمیدي د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون غړی او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړی و.
ښاغلی حميدي په 1346 کې د ننگرهار په ولایت کې زیږیدلی دی. هغه د افغانستان د ملي پولیسو له اکاډمۍ څخه په جرمي قانون کې او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس سند لري. هغه د ایران د اسلامي آزاد پوهنتون څخه په جرمونو کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړی.