برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان د صلحې له خبرواترو لباره ترکیې او پاکستان هیوادونو چمتووالي

آریانانیوز: د پاکستان وزیراعظم او د ترکیې ولسمشر د افغانستان د صلحې له خبرواترو سره د مرستې په چوکاټ کښې د ملګرتیا لپاره د دواړو هیوادونو په چمتووالي ټینګار وکړ.


د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان انقرې ته د خپل سفر په وړومبۍ ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ملاقات وکړ او د پاکستان-ترکیې د دوه اړخیزو اړیکو او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو او بدلونونو په هکله یې سلامشورې وکړې.
له ترک ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کښې ګډون، پرون په انقرې کښې د پاکستان د وزیراعظم د سفر یو بل پروګرام و.
په دغې خبري غونډې کښې اردوغان د روان کال په پسرلي کښې د ترکیې، پاکستان او افغانستان د مشرانو د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو خبر ورکړ.
عمران خان هم هیله وښودله چې استنبول ته یې سفر په افغانستان کښې د صلحې له ټینګښت سره مرسته وکړي.
د ترکیې او پاکستان مشرانو همداشان په هغه ګډه بیانیه کښې چې د دواړو هیوادونو د پلاویو په شتون سره صادره شوه، د ملګرو ملتو، اسلامي ملګرتیا، د اقتصادي ملګرتیا او د اتو اسلامي هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا سازمان په شمول نړیوالو ارګانونو کښې له دوه اړخیزو ملګرتیاو خوښي او ډاډ څرګند کړه.
په عین حال کښې د پاکستان او ترکیې خارجه وزیرانو مولود چاووش اوغلو او شاه محمود قریشي په یو ملاقات کښې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لارې چارې وجاجولې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي